دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې دامریکې دخپلسرو عملیاتو اندېښې راپورته شوي

پاکستان کې دامریکې دخپلسرو عملیاتو اندېښې راپورته شوي

پاکستاني چارواکو دامریکایي چارواکو لخوا پاکستان ته په ورکړل کیدونکو ګواښونو اندیښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي هغوی ویره لري چې هسې نه امریکا یو ځل بیا داسامه بن لادن د وژنې په څیر پاکستان کې نیغ په نیغه عملیات وکړي.

دامریکا مرستیال صدر مائیک پینس تیره ورځ دکابل دناساپي سفر پر مهال پاکستان ته ګواښ کړی و چې ترهګرو ته په پناه ورکولو ډیر څه دلاسه ورکولی شي. څیړونکي دتیرو شپارسو کالو پر مهال دا دامریکا لخوا پاکستان ته ترټولو ستر او سخت ګواښ ګڼي.

دجمعې په ورځ دپاکستان دسینیټ د بهرنیو چارو کمیټې ته پخپله وینا کې دبهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه ویلي “مونږ دامریکا دمرستیال مشر پینس او پینټاګان په اوسنیو بیانونو اندیښمن یو ځکه پاکستان دترهګرو ټولې ځالې له مینځه وړي دي

هغې ویلي امریکا چې دخپلې قامي سلامتیا دتګلارې په ترڅ کې په پاکستان کوم تورونه لګوي پاکستان دهغې کوټلی ځواب ورکړی اؤ امریکا هم باید زمونږ اندیښتنو ته پام وګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *