یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان کې د افغان مهاجرو د پاتې کېدو موده نوره غځول شوې

پاکستان کې د افغان مهاجرو د پاتې کېدو موده نوره غځول شوې

پاکستان کې میشت افغان مهاجرینو ته داسې مهال د نورو شپږو میاشتو لپاره وخت ورکړل شوی، چې نن د جدي يا مرغومي شپږمه ده. دا هغه ورځ ګڼل کېږي چې افغانان يې په بې کورۍ او بې وطنۍ سربېره له ګڼو ستونزو او بدمرغيو سره مخ کړل.
پاکستان کې د پاتې افغان مهاجرينو موده د دسمبر په ۳۰ مه سرته رسېږي، ولې افغان حکومت او دمهاجرو لپاره د نړيوالې ټولنې ادارې یو اېن اېچ سي ار د دغې مودې دغځولو وړانديز کړی دی.
سرچينې وايي په دې لړ کې اړونده ادارو چارواکو ترمنځ يوه غونډه شوې او په دې سره يوه خوله شوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده نوره وغځېږي. د سرکاري شمېرو له مخې دلته په پاکستان کې دا وخت نولس لکه افغان کډوال دي چې پکې دیارلس لکه پورې رجسټرډ او شپږ لکه نور په غیرقانوني ډول ژوند کوي.
له تېرې څه مودې راهسې د غیررحسټرډ کډوالو د رجسترډ کولو کار هم پيل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: