پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / پاکستان کې د ترهګرو د منګولو ۱۶بهرنیان خوشي کړي شوي دي

پاکستان کې د ترهګرو د منګولو ۱۶بهرنیان خوشي کړي شوي دي

 

پاکستان کې د ترهګرو د منګولو ۱۶بهرنیان خوشي کړي شوي دي

د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه تربت کې یې د وسله والو پرضد د عملیاتو پر مهال ۱۸ کسان خوشي کړي دي چې د دوی په وینا ۱۶ پکې بهرنیان دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای اېس پي ار – د سېشنبې په ماښام په یو بیان کې ویلي چې دا کسان هغه مهال تښتول شوي وو چې دوی په ناقانونه توګه ایران ته روان وو.

بیان زیاتوي چې په دې خوشي کړل شوو کسانو کې ۱۵ د نایجیریا او یو د یمن وګړی وو. په پاتې دوو کسانو کې یو د کراچۍ او بل د لاهور ښودل شوی دی.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې په دې عملیاتو کې پاکستان د سرحدي ځواک د یو عسکر تر څنګ دوه ترهګر هم وژل شوي او دوه مشکوکه کسان یې نیولي دي.

که څه هم په دې بیان کې د وسله والې ډلې نوم نه دی په ډاګه شوی خو دا هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پکې د پنجاب صوبې شاوخوا شل کسان وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: