چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / اقتصاد / پاکستان کې”ټایګر زنده هی”فلم ښودو اجازه نه ده ورکړل شوې

پاکستان کې”ټایګر زنده هی”فلم ښودو اجازه نه ده ورکړل شوې

پاکستان کې د (پړانګ ژوندی دی) فلم ښودو اجازه ځکه نه ده ورکړل شوې چې په دغه فلم کې سلمان خان د هندي څارګرې ادارې (را) او کترینه کیف د پاکستان د څارګرې ادارې (ای، ایس، ای) د جاسوسانو کردارونه لوبولي.

د سلمان خان او کترینا کیف نوی فلم “پړانګ ژوندی دی” د تېرې شنبې په ورځ بازار ته وړاندې شو، چې د هند دننه او بهر کې يې غوغا جوړه کړه. اصلاً (پړانګ ژوندی دی) فلم د (یو دانه پړانګ) فلم لړۍ ده.

علي عباس ظفر، چې د دې فلم د کیسې لیکونکی او جوړوونکی دی، وايي دا فلم د جمعې په ورځ د نړۍ په بېلابېلو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

دغه فلم تر اوسه په سینماګانو کې یې څه باندې ۳۳۰ میلیونه هندۍ کلدارې ګټلې دي.

په دومره کمه موده کې د یادو عوایدو ګټل د دغه فلم لپاره ښه پیل دی.

دغه فلم تر اوسه د عوایدو له اړخه (ګول مال اګین) ته ماتې ور کړې او نږدی دی بل هندي نامتو فلم (باهو بلي) ته هم ماتې ور کړي.

د سلمان خان “ټایګر زنده هې” فلم له هند څخه بهر په امریکا، استرالیا، نیوزیلنډ او عربي هېوادونو کې هم تود بازار لري.

.

دغه فلم تېره ورځ یوازې په امریکا کې نیم میلیون ډالر ګټه کړې ده. دا د سلمان خان درېیم فلم دی چې پرله پسې ښه چلېږي.

په ۲۰۱۵ کال کې (بجرنګي بایي جان) فلم ۸.۱ میلیون ډالر ګټلي دی. دوه کاله مخکې (پریم راتن دهان پایو) فلم ۴.۳ میلیون ډالر ترلاسه کړي وو.

د (ټایګر زنده هې) فلم ښه چلېدل به سلمان خان ته ډېره ښه پایله ولري او هغه ته به د زړه ډاډ ور کړي ځکه په ۲۰۱۷ کال کې د سلمان خان (غبرګونی یا ډوپلیکېټ) فلم ښه و نه چلېد.

د یادولو ده چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په دغه هېواد کې د سینماګانو پر پرده د “ټایګر زنده هی”، فلم ښودو ته اجازه نه ده ور کړې.

د دې لپاره چې په دغه فلم کې سلمان خان د هندي څارګرې ادارې (را) او کترینه کیف د پاکستان د څارګرې ادارې (ای، ایس، ای) د جاسوسانو رولونه لوبولي او دواړه له یو بل سره مینه لري.

د پاکستان د فلم ارزونې (سانسور) بورډ مشر مبشر حسن ویلي، دا کار د فلم ارزونې د مرکزي بورډ په سپارښتنه شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: