د پاکستان په قبايلي سیمو، خېبرپښتونخوا او بلوچستان په زياترو برخو کې نن د دوشنبې یا د ګل د ورځې نه د پوليو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين پېل شوی دی.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پينځه پېښې ثبت شوي دي.
قبايلو کې د پوليو پېښې نه دي ثبت شوي
د چارواکو په وېنا قبايلي سيمو کې به د نن نه پېل شوي کمپاين کې د لسو لاکو او ۳۴ زرو نه زياتو د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړی کيږي، او د دغه کار دپاره ۴۳۱۷ ټيمونه لګول شوي دي.
د چارواکو په وېنا قبايلي سيمو کې د کال ۲۰۱۶ او ۱۷م دپاره جوړ پلان لاندې په سيمه کې نزدې ټولو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړی شوي دي.
د شمېرو ترمخه قبايلو کې د کال ۲۰۱۶م د جولايۍ د مياشتې نه وروستو په سيمه کې د پوليو يوه پېښه نه ده ثبت شوې.
د خېبرپښتونخوا ۱۳ ضلعو کې کمپاين کيږي
د خېبرپښتونخوا په ۲۵ کې په ۱۳ ضلعو کې د پوليو درې ورځنی کمپاين پېل شوی او د پينځه ؤ کالو نه کم عمر ۳۶ لاکه او ۵۵ زرو نه زياتو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکولی شي او د څاڅکو ورکولو دپاره ۱۲۵۴۷ ټيمونه جوړ کړی شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په پېښور، مردان، چارسده، مردان، صوابۍ، سوات، کوهاټ، کرک، هنګو، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعيل خان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين چلولی شي.
چارواکو وايي صوبه کې د پوليو ضد کاميابې کمپاينې روانې دي او دوي هڅه کوي چې صوبه د پوليو نه پاکه کړي. خېبرپښتونخوا کې سږ کال د پوليو يوه پېښه ثبت شوې ده.
بلوچستان ۱۹ ضلعو کې کمپاين کيږي
د بلوچستان صوبې په ۳۲ کې په ۱۹ ضلعو کې د پينځه ؤ کالو نه کم عمر ۱۸ لاکه او اته ؤ زرو نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړی کيږي، او د هغې دپاره ۶۷۶۱ ټيمونه جوړ کړی شوي دي ټيمونه به کور په کور به ګرځي ماشومانو ته به څاڅکي ورکوي.
د بلوچستان چارواکو ويلي د ټيمو د ساتنې دپاره يې د پوليس، ليويز او اېف سي سرتيري په ځای کړي دي او په مور و پلار يې غږ کړی چې د ټيمونو سره مرسته وکړي.
پاکستان کې وړاندې د ملک په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د پوليو په ټيمونو او ساتونکو يې وژونکي بريدونه شوي دي.
د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائجيريا يواځيني داسې ملکونه دي چې هلته هم پولیو شتون لري.