سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان کې قبایلي سیمې په تعليمي کچه وروسته پاتې دي

پاکستان کې قبایلي سیمې په تعليمي کچه وروسته پاتې دي

پاکستان کې قبایلي سیمې د تعلیم په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې دي او خیبر پښتونخوا د هیواد په کچه په پنځم نمبر کې ده.

پاکستان کې د تعلیم لپاره کارکوونکې یوې غیر دولتي ادارې الف اعلان د پاکستان د معیاري تعلیم په برخه کې د اتو سیمو سروې کړې چې ازاد جموکشمیر د ښه او معیاري تعلیم ورکولو په نوملړ کې په لومړي مقام دی او قبایلي سیمه یا فاټا تر ټولو وروستۍ ده.

راپور زیاتوي چې په هیواد کې جنسي توپیر یا د ښځو او نارینو برابرۍ کې فرق دومره زیات دی چې د پاکستان د ۵۵ څخه هم زیات شمیر ضلعو کې د جونو زده کونکوو شمیرې د ۱۰۰۰ څخه هم کمې دي.

د ۲۰۱۷ م کال درجه بندي ښايي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب ځینو ښوونځيو انفراسټرکچر کې ښه والی راغلی، خو بلوچستان، قبایلي سیمې او سند تعلیمي معیارونو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی. راپور وايي دا د اندیښنې وړ خبره ده.

درجه بندي دا هم په ډاګه کوي چې د ښوونځیو نشتوالي له امله په ګرد هیواد کې ښوونځي ته د نه تلوونکو ماشومانو شمیرې هم زیاتې شوي. راپور ښايي چې په پاکستان کې د څلورو لومړنیو یا پرایمري ښوونځیو لپاره یوازې یوه متوسطه یا سکنډري ښوونځی شته. دا پدې معنی ده چې ډیری ماشومان چې پنځم ټولګي ته ځي، ښوونځي نه لري ترڅو خپل زده کړو ته دوام ورکړي.

دغه بیلابیلو سیمو په ښه معیاري تعلیم کې د ۱۰۰ څخه دومره نمبرې اخیستي:

۱. ازاد جمو او کشمیر ۷۲ نمبرې اخیستي.

۲. اسلام اباد ۷۰،۴۳ نمبرې اخیستي.

۳. پنجاب ۷۰،۰۱ نمبرې اخیستي.

۴. ګلګیت بلتیستان ۶۳ نمبرې اخیستي.

۵. خیبر پښتونخوا ۵۷ نمبرې اخیستي.

۶. بلوچستان ۵۴ نمبرې اخیستي چې د تیر کال په پرتله ۲ درجې رامخې ته شوی.

۷. سند ۵۳ نمبرې اخیستي.

۸. فاټا (قبایلي سیمې) ۴۹ نمبرې اخیستي، چې تر ټولو کمې دي.

په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ له علمياتو سره او دوسله والو په شتون کې تعليمي برخه له منځه تللې او وروسته ورته هم اړوندو چارواکو پاملرنه نه ده کړې، چې اوس پکې د تعلیم کچه تر دې اندازې رالوېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: