د پاکستان په قایلي سیمو کې د پر له پسې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کرمې ایجنسي کې ځایي چارواکي وایي، پیښه نن سهار د کرمې ایجنسي اړوند په خرلاچي سیمه کې رامنځته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې دچا و دنې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه پوځیان وژل شوي او او شپږ نور ټپیان دي.
د سیمه ییز چارواکو په وینا، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاکستاني پوځیان په سیمه کې په ګزمو بوخت وو، او د درې پر له پسې ماینونو ښکار شول.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
تیره میاشت هم د ورته چاودنې په له امله لږ تر لږه څلور تنه پاکستاني پوځیان ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني ځواکونه د پاکستان په یو شمېر قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر ضد په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د ترهګرو پر ضد عملیات د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لا هم روانې دي ځکه ترهګرې ډلې اکثراً د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ځواکونو ترهګریز بریدونه ترسره کوي
د یادونې وړده چې په قبایلی سیمو کې وخت ناوخت ورته پښي کیږی چی اکثرو پیښو مسلویت د جماعت الاحرار ډلی پرغاړه وي