جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې په شخصي توګه د مياشتې ليدل جرم ګڼل کېږي

پاکستان کې په شخصي توګه د مياشتې ليدل جرم ګڼل کېږي

که په پاکستان کې مو سپوږمۍ وليده نو اعلان يې مه کوئ. که نه نو د یوکال قېد او ۲۰۰۰۰۰ (دوه لکه) روپو جرمانې ته تيار اوسئ. د حکومت د مياشت ليدلو د ادارې رويت هلال کمېټۍ د رسمي اعلان نه مخکې په شخصي توگه د مياشت ليدلو د اعلان په سر دغه سزا په يوه قانوني مسوده کې وړاندې کړل شوې ده او د مذهبي چارو وزارت مرکزي کابينې ته لېږل شوې ده.

په پاکستان کې میاشت ليدل یوه حساسه موضوع ده. ددې وېرې د لاسه، چې هسې نه د هېواد ٢٠٠ ملیونه وگړي چرته روژه يا اختر په خطا ورځ وکړي، ددې کار لپاره د خاصو مذهبي پوهانو یوه کميټي ساتل شوې ده.

ددې خاصو مذهبي پوهانو د ډلې زمواري ده چې د روژې، اختر او د اسلام د پېغمبر د زیږون ١٠٠ فيصده کره ورځ وښايي.

په پاکستان کې په مازيگر او ماښام کې په افق سپوژمۍ څارل نوره وړه خبره پاتې نه ده. ځيني بااثره او د حکومتي کمېټۍ نه باغي مذهبي مشرانو وخت په وخت داسې هم کړي دي چې د حکومت د اعلان نه یې یوه ورځ نيمه مخکې د مېاشتې لیدلو او د روژې شروع کیدلو اعلانونه کړي دي.

خو اوس که د نوي قانون مسوده منظور شوه نو د میاشتې د څارلو او اعلانولو کار به یواځې حکومت کولی شي. مطلب دا__که دا قانون منظور شو نو د روژې او اختر اعلان به بیا د حکومت نه بغېر بل څوک نه شي کولی.

پاکستان تل په سترو مذهبي او سیاسي چارو کې د سعودي عربستان پلویتوب کړی دی خو د میاشت د ليدلو اختيار پاکستان تر دې دمه ځان سره ساتلی دی. نور اکثره اسلامي هېوادونه د سعودي عربستان سره په يوه ورځ روژه او اختر لمانځي.

په پاکستان کې دا کار د ساينس د حدودو نه بهر گڼل کېږي ځکه چې يوه ‌‌‌‌‌‌ډله پوهان وايي چې مياشت په انساني سترگو ليدل شوي نه وي نو اعلان به يې نه کوئ. هه__که ورېځ وي نو بيا د ورځو د شمېر په حساب د روژې يا اختر اعلان کېدای شي.

د مياشت د ليدلو لپاره د حکومتي کميټۍ تر ټولو لوی باغي د پېښور د قاسم علي خان جومات (مسجد) مفتي شهاب الدين پوپلزۍ دی. هغه هر کال د حکومت د اعلان څخه يوه يا دوه ورځې وړاندې د روژې يا اختر اعلان کوي او په مليونونو پښتانه يې ورسره مني.

مفتي پوپلزۍويلي له سره ممکن نه ده چې حکومت دا مسوده منظور کړي. ښاغلي پوپلزۍ گواښ کړی دی چې ” حکومت داسې نه شي کولې، دا قانون به عدالت کې چېلنج کېږي.”

داسې ښکاري چې د روژې يا اختر په اعلان کېدلو کې د پوپلزۍ صېب واک له منځه ځي او که قانون منظور شو نو د دواړو اخترو مزې به ورسره هم ځي.

مرکزي کابینې ته د منظورۍ لپاره لېږل شوې مسوده کې دا هم ویل شوي دي چې که کوم ټيلي وژن یا بلې ادارې د حکومت د اجازت نه بغېر د روژې د شروع کیدلو یا اختر شبقدر اعلان وکړ، نو  لس لکه روپۍ جرمانه به ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: