جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان ۴۶کلونه وړاندې د دسمبر په ۱۶ولې دوه ټوټې شو؟

پاکستان ۴۶کلونه وړاندې د دسمبر په ۱۶ولې دوه ټوټې شو؟

په ١٦م دسمبر ١٩٧١ کې د پاکستان ٩٠٠٠٠ زره پوځ په ډهاکه کې دهند پوځ ته سلامي شو، پاکستان دوه ټوټې شو، مشرقي برخه یې یو نوی وطن بنگله دېش جوړ شو.

تاريخ پوهان وايي د بنگال د پاکستان څخه د بیلېدلو گڼ علتونه وو، هلته خلکو ته لکه دمغربي پاکستان د خلقو په رنگه قانوني حقونه نه وو ورکړل شوي، د هغوی مورنۍ ژبه لاندې ساتل شوې وه، او هلته د ترقۍ رفتار د مغربي پاکستان په شان نه و.

نن له دغه پېښې ۴٦ کاله ورسته د پاکستان دماتېدلو په ورځ په پاکستان کې پښتانه وايي د دويي سره هم لکه د بنگالیانو سلوک کیږي او په هېواد کې ورته د برابرۍ حقونه، نه ورکول کیږي.

رسنیو سره په خبرو کې د قبايلي سيمې اوسېدونکي وايي په هېواد کې د وړو صوبو خلکو ته یو شان نه کتل کیږي:

“د اظهار په ازادۍ پابندۍ دي، انصاف نشته دی”

دوی وویل په قبايلي سيمه کې د اولس سره ډېر ظلم روان دی:

“د تور قانون ایف سي آر لاندې د یو تن په خطا کې ټول کلي ته سزا ورکول کیږي”

د پاکستان په قبايلي سيمه کې اولس غوښتنه کوي چې هغوی ته دې لکه د نور پاکستان د خلکو په رنگه قانوني حقونه ورکړل شي.

په بنگله دېش کې د پاکستان څخه د بیلیدلو تحريک هغه وخت شورع شو کله چې پاکستان اقليتي ژبه اردو دهېواد سرکاري ژبه وگرځول شوه.

په۱۹۵۲م کال کې د ډهاکه پوهنتون، جگناتهـ پوهنتون، او ډهاکه ميډيکل کالج محصلینو په یو امنناکه لاریون کې غوښتنه کوله چې بنگالي ژبه دې د اردو ژبې سره سمه د پاکستان رسمي ژبه وگرځول شي. خو په لاریونونو د پولیسو لخوا ډزې وشوې، او یو شمېر کسان پکې ووژل شول.

په پاکستان کې پوهان وايي مورنۍ ژبې پښتو، سندي، بلوڅي او ان تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو ژبې نه لاندې ساتل شوې ده .

د پښتو ژبې وتلی لیکوال او د پښتانه مترقي لیکونکیو مشر محب وزير وايي د غوښتنو باجود هم پاکستان ماشومانو ته په مورنۍ ژبو کې تعليم نه ورکوي، هغه اوویل:

“پښتنو ته په خپله ژبه کې زدکړې خو په خپل ځای ، ښوونځي هم ورته نه جوړېږي”

هغه وویل په ځانگړې توگه په قبايلو کې د تعليم حال ډېر افسوسناک دی.

په قبايلو کې په کال ٢٠١۴ م کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو په وخت د شمالي وزيرستان زیاتره کلي او بازارونه په ټینکونو نړولي وو.
نړیوال مطبوعات وايي د مارچ په ٢٥مه په ١٩٧١م کې د شپې یولس بجې د پاکستان پوځ د اذادۍ غوښتونکو بنگالیانو په کورونو او دکانونو ټینکونه اوخیژول. د رپورټونو تر مخه دوه ورځې وروستو خبریالانو په لارو او سړکونو پراته مړي وليدل.

د دغه پېښې په حقله د ډېلي ټیلیگراف ورځپاڼې ساېمن ډرینگ نومې خبریال د ټېلي گراف په لومړۍ پاڼه د (خدای او يو متحده پاکستان) په نوم مضمون کې ليکلي وو د ډهاکې په لارو کوڅو کې د وینو سیلاب راغلی دی- د ډېلي ټیلیگراف، دي باسټن گلوب، نیویارک ټایمز، دي گارډېن خصوصي رپورټونه کې د پوځ په ټینکونو د وژل شوو شمیر د درې ملیونه پوری ښودلی وه.

د پاکستان د یو قانون پوهه او سېنېټر بیرسټر سېف خیال دی پاکستان د خپلو دغه ظلمونو څخه زدکړه نه ده کړې. هغه اوویل:

” دعا کومه چې اوس هم د پاکستان مشران ددغه پېښو څخه څه عبرت واخلي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: