جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / پا کستان او ترهګرې ډلې

پا کستان او ترهګرې ډلې

په تېرو څو ورځو کې له ترهګرو نه د پاکستان ملاتړ يوه لويه موضوع وه. د امريکې ولسمشر څرګند وويل، چې په افغانستان کې د پاکستان ملاتړ ته اړتيا لري، هغه په خپلو خبرو کې پاکستان ته يو بل چانس ورکړ، چې نوموړی هيواد په خپله خاوره د ترهګرو ځالې له منځه يوسي. پاکستان ته د امريکايي ولسمشر ښکاره پېغام دا وه چې يا به د ترهګرو د ملاتړ نه لاس اخلي او يا به يوازې پاتې کېږي.

د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو وروسته پاکستانيو لوړ پوړو چارواکو امريکې او افغانستان ته سفرونه وکړل او هڅه يې وکړه چې د ترهګرو نه د ملاتړ په موضوع کې خپل لوېدلی باور پر ځای کړي.

خو کله چې پاکستاني چارواکي د امريکې له سفره راستانه شول، نو دننه په پاکستان کې د پوځ له اړخه د امريکې پر دې دعوه چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، سخت غبرګون رامخې ته شو.

پاکستان نه يوازې د وسله والو ډلو نه د ملاتړ خبره رد کړه، بلکې هلته يې د هر ډول وسله والو د شتون نه انکار وکړ، خو په همدې ورځ چې پاکستانيو چارواکو هلته د وسله والو د شتون خبره ردکړه، د قبايلي سيمو په ګډون څو ځايه تروريستي حملې ترسره شوې، چې په يوه بريد کې د پاکستاني پوځ پوستې نښه وې او په بل بريد کې د بلوچستان علاقې يو زيارت نښه شوی و.

دغو پېښو وښوده چې د پاکستانيو چارواکو څرګندونې په حقيقتونو خاورې اړول دي او په دې ډول څرګندونو سره د وسله والو د ملاتړ، پټنځايونو او روزنځايونو مسئله نه شي پټولی.

اوس د دې ټولو موضوعاتو نه وروسته په يوه تازه بيانه کې پاکستانيو چارواکو منلې، چې د هغه هيواد پوځ او استخباراتي شبکه له وسله والو سره اړيکې لري، خو ملاتړ يې نه کوي، دوی وايي ترهګرو ډلو سره د نړۍ ډېر هيوادونه اړيکې لري، خو دوی اړيکې لرل د ملاتړ نه جلا موضوع ګڼي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي امريکې د پاکستان سره د ترهګرو د ملاتړ په موضوع کې د پښتو يو متل ته ورته تجربه وکړه، چې وايي: ( په مرګ يې ونيسه په درد به راضي شي) پاکستان هم د امريکايي چارواکو په ګوتڅنډنه کې همدې حالت ته ورسېده، ځکه لومړی يې بېخي د وسله والو شتون، اړيکې او ملاتړ رد کاوه، خو اوس وايي اړيکې ورسره لري، مګر ملاتړ يې نه کوي.

پر دې حقيتونو سربېره چې د ترهګرۍ مهمه سرچينه د پاکستان خاوره ده، يو مهال هلته د شته مدرسو په اړه هم تاوده بحثونه راپورته شوي وو، چې په پاکستان کې په لسګونه مدرسو کې د مذهبي درسونو په نوم د ترهګرۍ زده کړې ورکول کېږي، خو هغه وخت هم پاکستانيو چارواکو دغه ډول څرګندونې به کلکه رد کړې وې، خو وروسته معلومه شوه، چې ترهګرې ډلې په همدې مذهبي مدرسو کې روزل کېږي.

پا کستان باندې چې کله هم په دې اړوند نړيوال زور راوړل شوی، نو پوځ يې د ترهګرو پر ضد عملياتو کې قبايلي سيمې رانيولي، هلته يې د وسله والو په نوم ځايي خلک وژلي او بې ځايه کړي دي، همدا لامل دی، چې د پاکستانيو پوځيانو د عملياتو سره سره هلته وسله والې ډلې فعاله او د افغانستان په ګډون د سيمې هيوادونو ته په لوی ګواښ بدلې شوي دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: