سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کرزی: پاکستان سره سوله غواړو، خو ډيورنډ هېڅکله نه منو

کرزی: پاکستان سره سوله غواړو، خو ډيورنډ هېڅکله نه منو

د هېواد پخواني جمهور رئيس حامد کرزي نن په يوه خبري کنفرانس کې د عنعنوي لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه. نوموړي امريکا په هېواد کې د داعش ډلې په تمويل تورنه کړه او په افغان ملکي وګړو يې د دوي بريدونه ترورستي بريدونه وبلل.

حامد کرزي د امريکا نوي ستراتېژۍ ته په اشارې، له ګاونډيو هېوادونو سره په ښه ګاونډيتوب ټينګار وکړ او وويل چې تاريخ ثابته کړي ،چې افغانستان د لويو قدرتونو د ګټو قرباني شوی او بيا نه غواړي چې هېواد يې د لويو هېوادونو د ګټو قرباني شي .
کرزي د امريکا ترڅنګ له نورو لويو قدرتونو سره په پر ښو اړيکو د ټينګار تر څنګ پاکستان ته د ورور هېواد خطاب وکړ،او زياته يې کړه چې پاکستان دې حالات درک کړي او د افغانستان پر وړاندې دې خپلې ستراتېژۍ ته تغير ورکړي.
پخواني جمهور رئيس د يوې پوښنتې په ځواب کې وويل چې له پاکستان سره سوله غواړي خو ډيورنډ به هيڅکله هم ونه مني.
کرزي وويل غوښتنه يې د لويو قدرتونو تر منځ سولييز، يوه موټی او پرمختللی افغانستان دی.
حامد کرزي زياته کړه ،طالبانو ته يې يو ليک استولی او د سولې غوښتنه يې ترې کړي او ياده پروسه به دوامداره وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: