چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پر امريکايي ځواکونو ځينې محدوديتونه لرې کړل شوي

پر امريکايي ځواکونو ځينې محدوديتونه لرې کړل شوي

په افغانستان کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو ځينې محدودیتونه له منځه وړل شوي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس ددغه هېواد سنا ته په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پر امریکايي ځواکونو ځینې محدودیتونه شته وو، خو اوس د نوو قوانینو له مخې دا محدودیتونه لرې کړل شوي دي.

دده په وینا امریکايي ځواکونه اوس په هوايي بریدونو کې ډېر صلاحیتونه لري او کولی شي لا ډېرې سیمې او وسله وال په نښه کړي. دده په وینا دغه تغیرات د ټرمپ په امر راوستل شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي په دې توګه به د امریکا تهاجمي بریدونه ډېر شي او ښایي د وسله والو په ځپلو کې خلاص لاس ولري.

امریکايي نظامي جنرال ډيویډ بارنو چې په افغانستان کې یې هم ماموریت تر سره کړی نیویارک ټایمز ته ویلي، دغه اقدامات ښيي، چې امریکا له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت خپلوي.

سرچینې ویلي چې تر اوسه نوي قوانین او صلاحیتونه عملي شوي نه دي خو وروسته به یې د عملي کولو امر وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: