د افغانستان په ننګرهار ولايت كې بې پيلوټه الوتکې څلور داعش وسله وال وژلي دي. خبرونه وايي په دې وژل شوو کسانو کې دوه يې پاکستانيان دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دا هوايي بريد د اچين ولسوالۍ په مامندرې سيمه کې شوى دى، چې پکې څلور وسله وال داعشيان وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعش وسله والو کې دوه پاکستاني اتباع هم شامل دي.
سرچينه زياتوي، د دغه بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
