دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / پر سعودي د ايران له توغندويي بريد وروسته د دواړو اړيکې لا خرابې شوي

پر سعودي د ايران له توغندويي بريد وروسته د دواړو اړيکې لا خرابې شوي

د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض،له وروستۍ راکټي حملې سره چې په یمن کې حوثي وسله والو کړې وه، د ایران او سعودي عربستان ترمنځ سیاسي کړکېچ لا زیات شوی دی.

ریاض پرون دوشنبه وویل چې دا حمله یو جګړه یېز عمل ګڼل کېدلای شي. په مقابل کې یې تهران پر سعودي عربستان د جنګي جنایتونو د ترسره کولو تور پورې کړی دی. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف پرون دوشنبه یمن ته ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې بندې کړې.

ائتلاف وويل چې د مرستندویه ډلو کار به په پام کې ونیول شي. تر دې دوه ورځې مخکې، د یمن حوثي وسله والویو توغندی د ریاض لور ته ور وویشت.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون وویل چې حوثيانو په خپلواک ډول او د سعودي عربستان له لورې د جنګي جنایتونو په ځواب کې پر ریاض راکټي حمله کړې ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر پر ټوېتر لیکلي:

“په سیمه کې د ایران لاسوهنه د ګاونډیو هېوادونو پر امنیت اغېز لري او پر نړیواله سوله او امنیت اغېز کوي، موږ به ایران ته اجازه ورنه کړو چې زموږ ملي امنیت خراب کړي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: