شنبه , مې 15 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پر معروف ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ايز بريدونه

پر معروف ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ايز بريدونه

امنيتي چارواکي وايي، وسله و الو طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ په مرکز او شا او خوا امنيتي پوستو ډله ايز بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ولايتي شورا بيا د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکوي. طالبان هم په ياده ولسوالۍ کې د بريدونو په ترڅ کې د ګڼو پوليسو د مرګ ژوبلې او اتلس نورو د ژوندي نيولو خبر ورکوي. د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ويلي چې لسګونو طالبانو پرون غرمه د معروف ولسوالۍ په مرکز او شا او خوا امنيتي پوستو ډله ايز بريدونه کړي او جګړه رامنځته شوې. دده په وینا په جګړه کې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. امنيه قوماندان وويل چې طالبانو د ولسوالۍ د سقوط پلان درلود خو په وينا يې د امنيتي ځواکونو د کلک مقاومت له امله طالبان نه دي توانيدلي چې ولسوالۍ ونيسي. خو د ولايتي شورا يو غړي جانان ګلزي بيا وويل چې د معروف ولسوالۍ طالبانو نيولې. دده په وینا پنځه پولیس طالبانو وژلي او پنځلس نور یې ژوندي نیولي دي. وسله وال طالبان هم د ولسوالۍ د نیولو او پولیسو د وژلو ادعا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *