پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / پر هغې افغان کورنۍ بريد شوی، چې يو ماشوم يې د يونان بيرغ لېږدولی

پر هغې افغان کورنۍ بريد شوی، چې يو ماشوم يې د يونان بيرغ لېږدولی

د یونان حکومت په پلازمېنه اتن کې د هغې افغان کورنۍ پر کور حمله وغندله چې زوی یې د ښوونځي په پرېډ کې د یونان بیرغ په لاس کې نیولی و.

په یونان کې د یوه افغان ماشوم پر کور، چې د دغه هیواد بیرغ یې په پرېډ کې په لاس کې نیولی و، حمله د دغه هیواد په رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شوې ده.

د دغه ماشوم د اپارتمان د کړکیو شیشې د جمعې په سهار وختي د توکمپالو له لوري په تیږو ماتې شوې.

د دغه ماشوم، چې نوم یې امیر ښودل شوی، مور وايي«د ډبرو داسې باران راباندې بیل شو چې موږ فکر کاوه هیڅ یو به ژوندي پاتې نه شو.»

د یونان حکومت، سیاسي ګوندونو او د ملګرو ملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ دا عمل وغانده او هغه یې یو راسیستي یا توکمپال اقدام وباله.

د دې افغان کورنۍ ۱۱ کلن زوی تېره اوونۍ په دوهمه نړیواله جګړه کې د یونان د داخلېدو په یاد د مراسمو په پرید کې د یونان بیرغ په لاس کې اخیستی و.

د یونان د پوهنې وزارت په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: