پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار کار د نوي کال تر پايه بشپړېږي
A Pakistani soldier keeps vigil beside a newly fenced border fencing along Afghan border at Kitton Orchard Post in Pakistan's North Waziristan tribal agency on October 18, 2017. The Pakistan military vowed on October 18 a new border fence and hundreds of forts would help curb militancy, as it showcased efforts aimed at sealing the rugged border with Afghanistan long crossed at will by insurgents. / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار کار د نوي کال تر پايه بشپړېږي

پاکستانیو ورځپاڼو د پوځ د ویاند هغو څرګندونو ته ډیر پام کړی چې د دغه هېواد له خوا یې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار او نښو د لګولو په اړه کړي. له دې ډلې پاکستان ټوډی لیکي چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تارغزلو او امنیتي پوستو جوړولو چارې- چې د پوځ له خوا ترسره کیږي، دوام لري.
ورځپاڼه زیاتوي، په پام کې ده چې د دغې کرښې په اوږدو چې ۲۶۰۰ کیلومتره کیږي دا چاره د ۲۰۱۸ کال تر پایه نږدې بشپړه شي.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي د ۲۰۱۸ کال تر پایه د دې چارې ۹۲ سلنه برخه بشپړه شي. ورځپاڼه د پوځ د ویاند په حواله زیاتوي چې تراوسه په هغو سیمو کې ۱۵۰ کیلومتره سیمه کې اغزن تار غځول شوی چې د وسله والو د تګ راتګ لارې بلل کیږي.
د دې پروژې لګښت شاوخوا ۵۵۰ ملیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی. د یادونې ده چې افغان دولت تل پر ډیورنډ کرښه له یو اړخیزه اقداماتو سره مخالفت کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: