سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پر کابل ښار د یوې بلې راکټي حملې مخه ونیول شوه

پر کابل ښار د یوې بلې راکټي حملې مخه ونیول شوه

افغان امنیتي ځواکونو له یوې خوا پر کابل ښار یوه راکټي حمله شنډه کړې او له بلې خوا یې څو ترهګر نیولي دي.

په کابل کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې نن /سې شنبه/ وویل، امنیتي ځواکونو پر پلازمېنه کابل د دولت د وسله والو مخالفانو د یوې بلې راکټي حملې مخه نیولې ده.

تېره اوونۍ افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو د سرمنشي له راتګ سره په یوه ورځ د دولت وسله والو مخالفانو د کابل پر هوايي ډګر لږترلږه ۶ راکټونه وویشتل.

د دوی په وینا وسله والو مخالفانو غوښتل چې پر کابل ښار ګڼ شمېر راکټونه وولي خو د پولیسو په وخت اقدام سبب شو چې دا بریدونه شنډ شي.

له جنايي جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالي په جګړو سیمه کې ۸ روسي بي ایم ۱ توغندي ایښي ول چې د عاشورا په ورځ یې پر ښار وتوغوي.

له بلې خوا د ملي امنیت اداره وايي چې ۳ مشکوک ترهګر یې په کابل ښار کې نیولي دي.

د ملي امنیت د ریاست د نن ورځې له خبرپاڼې سره سم، دا درې تنه د طالبانو د فوماندان قاري قاسم له لوري په کابل کې تروریستي حملو ته ګومارل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *