شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / پنجاب ته دا فکر له سره ايستل پکار دي، چې پاکستان پنجاب دی

پنجاب ته دا فکر له سره ايستل پکار دي، چې پاکستان پنجاب دی

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديارولي خان “د پاکستان، افغانستان او چين ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی کړی خو ويلي يې دي څو پورې چې چين د مينځګړي جوړېدو په ځای ضامن نه وي جوړ شوی” د دواړو هېوادونو ترمنځ ” بې باوري نشي ختمېدی”.
د افغانستان او پاکستان اړيکې د تېرې اوږدې مودې نه ترينګلي دي، دواړه هېواد نه په يو بل تورونه لګوي چې خپله خاروه د بل په ضد د ترهګرۍ لپاره کار کوي خو دواړه د دغو تورونو رد هم کوي.
اسفنديار ولي خان په چارسده کې د خپل ګوند د غړو راجوړې غونډې ته په وېنا کې وويل “پاکستان او افغانستان بايد يو بل سره کښېني د سولې لپاره هڅې وکړي ګنې راتلونکې کې د غټې خطرې سره مخ کېدی شي”.
نوموړي اعلان وکړ چې “عوامي نيشنل ګوند به په راتلونکو انتخاباتو کې د چا سره اتحاد ونکړي او د باچاخانۍ له لارې به مېدان ته را ووځي”.
اسفندیار وويل پنجاب ته دا تاثر ختمول پکار دي چې پاکستان پنجاب دی.
هغه وويل مخکني وزيراعظم نوازشريف چې د دوی سره د سي پېک او قبايلو په اړوند کوم لوظونه کړي وو چې په دغه پروژه کې به ترهګرۍ ځپلې سيمې قبايل او څلورو واړو صوبو ته يو شان برخه ورکول کيږي، شاهدخاقان عباسي دې دغه لوظونه وفا کړي ځکه چې نوازشريف د خپلو وعدو نه په شا شوی و.
هغه نيوکه کړې چې مولانا فضل الرحمان او محمودخان اچکزۍ د په خېبرپښتونخوا کې دقبايلو ورګډولو په لار کې خنډ جوړ شوی دی.عوامي نيشنل ګوند دريځ لري چې قبايل دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګد کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *