پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په استرالیا کې يو افغان کډوال پر پليو خلکو موټر خېژولی

په استرالیا کې يو افغان کډوال پر پليو خلکو موټر خېژولی

د استرالیا پولیس وايي، هغه کس چې په میلبورن ښار کې یې په لوی لاس پلي کسان په موټر ووهل افغان الاصله کډوال دی چې پر نشه يي توکو روږدی او رواني ستونزې یې لرلې دي.

په یاده پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي چې له ډلې یې د یوه ماشوم روغتيايي وضعیت د ډاډ نه دی.

پولیسو ویلي، دمګړۍ یادې پېښې ته له ترهګرۍ سره تړاو نه شي ور کولی.

پولیس وايي، د موټر چلوونکی او یو بل کس یې د پېښې په تړاو نیولي دي. د دوی په خبره، موټر چلوونکی یو استرالیايي الاصله افغان دی.

د راپورونو له مخې، د پېښې په ځای کې یو بل کس چې له پېښې یې فلم اخیسته هم نیول شوی، خو ویل شوي دغه کس له موټر چلوونکي سره تړاو نه درلود.

دغه پېښه د میلبورن ښار په له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې رامنځته شوې ده.

هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي، پکې پلي کسان سپین رنګه موټر ته څېرمه پر ځمکه پراته لیدل کېږي.

یوه عیني شاهد ويلي، موټر یې پر ټولو وروست او خلک پر ځمکه پراته وو. یو بل بیا وايي، دا هر څه د ۱۵ ثانیو په موده کې پېښ شول.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم په دغه ښار کې پر پلیو کسانو موټر وخېژول شو چې له امله ۶ کسان ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *