سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / اسلام اباد: چيني سفارت خپل اتباع له احتمالي بريدونو خبر کړي

اسلام اباد: چيني سفارت خپل اتباع له احتمالي بريدونو خبر کړي

په پاکستان کې د چين سفارت لخوا چینایي اتباعو ته د چین حکومت اړوند. پروژو او نورو تاسیساتو باندې د وسله والو د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی.

په اسلام اباد کې د چین سفارت له خپل اتباعو غوښتي چې دې ګواښ ته په پام دې د امنیت اړوند لازم تدابیر په پام کې ونیسي، د پروژو له ساحو څخه بهر او له ټولو هغو سیمو څخه له سفر ډډه وکړي چې په کې ګڼه ګوڼه زیاته وي.

د پاکستان د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د چین حکومت له خوا د نویو بریدونو د ګواښونو په هکله په داسې حال کې خبرداری ورکول کیږي چې دیاد هېواد اتباع دغلته د یوې سترې پروژې پر تطبیق بوخت دي.

د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده چې د دغې پروژې د بشپړیدو په خاطر چین حکومت تر ۵۷ میلیارډ ډالر پانګونه وکړي ترڅو د پاکستان له لارې منځني ختیځ او اروپا ته لاره پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت ضد وسله والې ډلې هڅه کوي د پاکستان په مهمو ولایتونو کې بریدونه ترسره کړي.

د تحریک طالبان اړوند وسله والې ډلې دروانې میاشتې په پیل کې په پېښور ښار پر یوه روزنیز مرکز ډلییز برید پیل کړ چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خیبر ایجنسي له اړوند سیمې څخه يې د وسلو او راکټونو یوه زیرمه کشف کړي چې ظاهراً د وسله والو له خوا د راتلونکو بریدونو لپاره ځای پر ځای شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *