پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې به اوس عام خلک د غونډو امنيت ساتي

په افغانستان کې به اوس عام خلک د غونډو امنيت ساتي

تر هغې وروسته چې دافغانستان په مرکز، په کابل کې په یوه نمانځغونډه د پنجشنبې په سهار خونړی برید وشو اوس ډیری خلک په دې باور دي چې ولس باید لاس په کار شي او د غونډو امنیت خوندي کړي. که څه هم دغه کار د حکومت دی خو یو شمیر ولسي خلک په دې باور دي چې که چیرته ولس لاس په کار شي نو کیدای شي تر ډیره بریده د دغسي ناوړه بریدونو مخه ونیول شي.
هغوي وايي دوي که د حکومت په تمه کښیني باید ډیرو تابوتانو ته اوږه ورکړي او دا کار د ولس په زیان دي. د کابل په شپږمه ناحیه کې د تبیان په نامه په یوه فرهنګي مرکز باندي په برید کې نږدۍ یو سل او پنځوس انسانان ټپي او شهیدان کړای شول چې مطلق اکثریت یي ولسي بي ګناه خلک ول.
دغه ترهګریز برید په نړیواله کچه وغندل شو او حتی د فرانسي پاریس ایفل ټاور هم له افغانانو سره د همغږۍ او غمشریکي په پلمه د یوې دقیقي لپاره خپل ټول څراغونه مړه کړل. فرانسي په کلکو ټکو د دغه برید غندنه وکړه.
د کابل یوه اوسیدونکي نظر محمد وویل چې باید د دغسي غونډو امنيت خلک هم وساتي او ولس کولای شي د امنیتي ځواکونو تر څنګ کارنده رول ولوبوي او د دښمن دسیسي پلي کیدو ته پرینږدي، هغه وویل که چیرته خلک لاس په کار شي ډير څه کولای شي.
د قربانیانو یو شمېر کورنۍ په غوسه دي او د حکومت مشران په ناتوانۍ تورنوي. د تبیان د کلتوري مرکز مشر سید باقر په دې اړه وویل:«هلته کابو ۲۰۰ تنه سره راغونډ شوي وو چې بریدونه وشول.
د پیښي ډیری قربانیان ځوانان او هغه کسان وو، چې د افغانستان د خوندي کولو او پرمختګ لپاره په زده کړو بوخت وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *