پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې دامريکا اوسنۍ جګړه پر هوايي بريدونو تکيه ده

په افغانستان کې دامريکا اوسنۍ جګړه پر هوايي بريدونو تکيه ده

امریکايي ځواکونو خپل هوايي بریدونه ډېر کړي دي. فرانس پرس خبري اژانس وايي، امریکايي ځواکونو د ټرمپ د نوې تګلارې له مخې پر وسله والو طالبانو او داعش ډلې خپل هوايي بریدونه ډېر کړي دي. په راپور کې راغلي چې یادو ځواکونو یوازې په ډسمبر میاشت کې ۷۵۱ راکېټ او بمونه پر افغان خاوره توغولي دي. راپور زیاتوي، امریکا يو هغه بهرنی هېواد دی، چې هوايي ځواکونه یې په افغانستان کې هوايي بریدونه کوي. امریکا تر دې وړاندې هم ویلي، چې که وسله وال طالبان له افغان حکومت سره سولې او مذاکراتو ته غاړه نه ږدي، نو پر دوی به هوايي بریدونه ډېر شي.

سره له دې چې د هوکړې له مخې امریکايي ځواکونه باید د جګړې په ډګر کې فعالیت و نه کړي، خو د ټرمپ نوې تګلارې دوی ته صلاحیت ورکړی، چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي او هوايي بریدونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *