پنجشنبه , مې 6 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې دطالبانو وروستي بريدونه خورا خطرناک وو

په افغانستان کې دطالبانو وروستي بريدونه خورا خطرناک وو

د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي منلې ده چې د طالبانو وروستي بریدونه خورا خطرناک او دقیق و چې افغان عسکرو ته یې سخت زیانونه درلودل.
طارق شاه بهرامي ویلي چې؛ طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د تکتیکي او ډله ییز بریدونو څو پرلپسې پېښې ترسره کړې چې پکې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
بهرامي چې تازه د ناټو له سرمشریزې راستون شوی زیاته کړې ده چې؛ د امنیتي ځواکونو په اغیزمنتیا کې هم د پام وړ بدلون راغلی خو په وینا یې د طالبانو پیچلي او تکتیکي بریدونه د تیر په پرتله ۱۳ سلنه ډیر شوي، چې ورسره د افغان ځواکونو تلفات هم د تیر په پرتله زیات شوي دي.
د سرپرست وزیر په خبره؛ ناټو ورسره ژمنه کړې چې د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې به یې ملاتړ کوي او د طالبانو د سرچینو په له منځه وړلو کې به ورسره اړینه همکاري کوي.
ناټو پریکړه کړې چې د نوي کال له پیل سره به ۳۰۰۰ اضافي محارب ځواکونه افغانستان ته استوي.
لویدیځې رسنۍ وایي چې امریکا خپلو عسکرو ته حکم کړی چې د نوي کال له پیل سره سم د خپلو افغان ملګرو سره د هوایي مرستو سربیره په ځمکنیو عملیاتو کې هم پوره ونډه واخلي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي ویلي دي چې؛ امریکا د افغانستان په جګړو کې قوي ماتې خوړلې او د خپلې ماتې د پټولو لپاره هڅه کوي خپل تمرکز د سرتیرو په ډیرولو،ړندو هوایي بمباریو، او شپینیو چاپو ډیر کړي.
سعیدي ویلي؛ ‹‹طالبانو د امریکایانو او د هغوی د لاسپوڅي حکومت پر وړاندې جګړو کې هیڅ راز ماتې نه ده خوړلې›› او زیاتوي، داچې امریکایان وخت پر وخت د خپلو عساکرو د زیاتوالي خبره کوي حقیقت دادی چې طالبانو هغوی ته قوي ماتې ورکړې او دوی هم د خپلې ماتې جبران د عسکرو په زیاتولو کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *