سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې دمزدورو سياسي څېرو خوبونه نه رښتيا کېږي

په افغانستان کې دمزدورو سياسي څېرو خوبونه نه رښتيا کېږي

د خلکو په فکر په افغانستان کې هر وخت د نورو لپاره مزدورو سياسي او جنګي څېرو د افغانستان د ويشلو هڅه کړي، خو له دې امله چې افغان وګړو دغه پردۍ مزدورې څېرې پېژندلي، نه دي توانېدلي چې د افغانستان د ويشلو له لارې د خپلو بادارانو ارزوګانې پوره کړي.

دې سره سم د افغانستان په اوسني سياست کې ناکانه څېرې، عطا محمد نور، جنرال رازق اڅکزی، جنرال دوستم، محمد محقق او اسماعیل خان یو داسي ایتلاف رامنځ ته کړی چې غواړي افغانستان کې د حکومت خلاف د ملک د څلورو اړخونو واګي په خپل لاس کې واخلي.

د دوی د پلان شوو خوبونو له مخې به جنرال رازق د کندهار، ارزګان، هلمند، او زابل، عطامحمد نور او دوستم پلوي قوماندان د ملک د شمالي یو شمیر ولایتونو، محقق د بامیانو، میدان وردګو او د کابل د یو شمیر سیمو، اسماعیل خان د هرات، نیمروز، بادغیس او فراه او همدا راز ظاهر قدیر د ننګرهار، کنړ او لغمان د خپلي واکمنۍ لاندي سیمي اعلام کړي.

په افغانستان کې د احتمالي خودمختاره څلورو زونونود رامنځ ته کولو پر باب وروسته تر هغه آوازي را پورته کیږي چې تیره اونۍ کندهار کې یوي ستري غونډي ته د عطا محد نور او د جنرال دوستم د قوماندانانو د ورتګ مخه ونیول شوه.

هغه مهال دا  کار د حکومت وبلل شو چې حکومت یي نه مني.

په ورته وخت کې دنور زوی ویلي چې د یادو څلورو زونونو په رامنځ ته کیدو به اشرف غني احمدزی او ورسره نږدې کسانو ته له کابله دباندي یوه خوندي سیمه ور په نښه شي او هغوي به له کابله دباندي کړای شي.

طارق نور ویلي چې له دې کار سره به د انوار الحق احدي په مشرۍ موقته اداره رامنځ ته شي او نوموړی به تر دریو میاشتو پوري د عنعنوي لويي جرګې را بللو لپاره لاري چاري هوارې کړي.

تر اوسه پوري د دغو اطلاعاتو په باب نه حکومت او نه هم یوې خپلواکي سرچیني غبرګون ښولی. خو خلک وايي د داسې خوبونو ليدونکي هغه څېرې دي، چې اوس د افغانستان په سیاست کې له کاره او موده لوېدلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: