یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د داعش مرستيال مشر طالبانو سره شوی

په افغانستان کې د داعش مرستيال مشر طالبانو سره شوی

د افغانستان طالبانو دعوه کړې ده چې په جنگ ځپلې هیواد کې دداعش وسله والې ډلې نایب مشر د دوي په صفونو کې شامل شوی دی او په داعش یې الزام لگولی چې په افغانستان کې “ظالمانه” او “د اسلام او د مسلمانانو” پرضد فعالیتونه کوي.

د پنجشنبې، په ورځ د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي مطبوعاتو ته لیږل شوي یو بیان کې وویل چې عبدالرازق مهدي چې د خراسان ولايت لپاره د داعش نایب مشر و، دغه ډلې یې پرېښودې او د طالبانو سره يوځای شوی دی.

داعش افغانستان د خراسان په تاریخي نوم یادوي.

طالب وياند د یو تن د خبرو ثبت هم شریک کړی او وايي دا د ښاغلي مهدي اواز دی چې هغه پکې د داعش غندنه کوي او وايي دا ډله په افغانستان کې “ظالمانه” فعالیتونه ترسره کوي او د “اسلام او د مسلمانانو” پرضد ده.

طالب وياند په خپل بیان کې وويل د عبدالرزاق تعلق د افغانستان غربي فراه ولایت سره دی. ددې پرته د ښاغلي مهدي په هکله نور څه معلومات نشته. وحید مژده په کابل کې مېشته د طالبانو د چارو کارپوه وايي دا خبره هم واضحه نه ده چې ایا مهدي افغان هم دی او که نا؟

د طالبانو دعوه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ د افغانستان په جوزجان او ننگرهار ولایتونو کې نښتې شوي دي. په جوزجان کې د ځايي وسله والو ترڅنگ د اسلامک مومنټ اف ازبکستان وسله وال هم داعش کې ورگډ شوي دي. دغه ډله وړاندې د طالبانو او د القاعده سره تړلې وه.

د داعش او طالب وسله والو ترمنځ تازه نښتې د ننگرهار په خوگیاني اولسوالۍ کې شوي دي. د دواړو ډلو ترمنځ د جگړو له امله په سلگونو کورنۍ په کډه کولو مجبور شوي دي.

د داعش د خراسان څانگې بنیاد د حافظ سعید خان په نوم یو پخواني پاکستاني طالب کمانډر په ننگرهار ولایت کې کښېودی و. حافظ سعید خان سره د یو شمیر نورو وسله والو په کال ٢٠١٥ کې په یو وډیو کې ښکاره شوی و او داعش د حمایت اعلان یې کړی و.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: