یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د قوانينو پر ځای په متلونو ډېر عمل کېږي

په افغانستان کې د قوانينو پر ځای په متلونو ډېر عمل کېږي

د ماشومانو د ساتنې غير دولتي ادارې په افغان حکومت غږ کړی چې په ښوونځيو کې دې ماشومانوته د بدني سزاګانو ورکولو مخه اونيسي.

غېر دولتي ادارې سېو دی چېلډرن دا غوښتنه په داسې حال کړې چې د افغانستان په شمالي بلخ ولايت کې د لسم ټولګي يو زده کوونکي په ښوونځي کې د سختې بدني سزا وروسته ساه ورکړې ده.

د افغانستان لپاره دماشومانو د ساتنې اړوند يوې ادارې ويلي سره ددې چې په افغانستان کې په ښوونځيو کې ماشومانو ته بدني سزا ګانې ورکول په قانوني توګه بند دي، خو له بده مرغه دغه قانون په سختۍ سره نه عملي کېږي. په پاکستان او افغانستان کې په ښوونځيو کې د ماشومانو وهل قانوني جرم دی خو په کور او ښوونځي کې د قانون پرځای په دې متل زیات عمل کیږي: “چې چرته ډب وي نو هلته ادب وي”

دماشومانو د ساتنې ادارې وايي د افغانستان په اکثرو برخو کې ماشومان په ښوونځيو او هم په کورونو کې وهل ټکول کېږي. دوی په افغان حکومت غږ کړی، چې په ښوونځيو، کورونو او نورو برخو کې دې د ماشومانو په وهل ټکولو مخه ونیسي.

دوی د افغانستان د حکومت تر څنګ په مور پلار، ښوونکو او ټولنو هم غږ وکړو چې دماشومانو د تشدد په ضد دې ګامونه واخلي-

د روغتيا د برخې کارکوونکي وايي بدني سزا د ذهني ودې په لاره کې لوی خنډ دی او هغه ماشومان چې په ښوونځيو کې بغېر د وهلو سبق ووايي په ذهني توګه د هغو ماشومانو په پرتله ډېر ذهين وي چې دوهلو ټکولو په زور زده کړه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: