پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د ټيټې کچې تاوتریخوالی په جگړه اوښتی

په افغانستان کې د ټيټې کچې تاوتریخوالی په جگړه اوښتی

د ملګرو ملتونو (م.م نه) د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” وايي، په افغانستان کې د زیاتېدونکو جنګ جګړو له امله یاد هیواد یو ځل بیا په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو په ډله کې شامل شوی دی. د يادې ادارې په حساب افغانستان د جگړې څخه په وتلو هېوادونو کې شامل و.

” اوچا” په دې رپوټ کې ویلي ” د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ کال ستراتیژیکي ارزونې افغانستان د جګړې له حالته د وتلي هیواد له کچې په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو په کچه کې شامل کړی دی”.

” اوچا ” وایي، افغانستان کې د جګړې پراخیدل چې په کابل کې یې د مذهبي تاوتریخوالی بڼه هم لرله د جګړې په دواړو خواو کې په زیات شمیر خلک وژلي او ټپیان کړي دي”.

د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان کې ۱۲۹۰۰ نښتې شوي چې د ۲۰۰۸ م کال په پرتله پنځه ځله زیاتې دي.

اوچا وایي دا پدې معنی چې د ۲۰۰۸ کال په پرتله سږکال په افغانستان کې پنځه ځله زیاتې جګړې شوي دي.

دوي په خپل یوه نوي راپور کې ویلي دي، یوازې د جولای له میاشتې د سپټمبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې په منځنۍ کچه هره ورځ تر اتیاو پورې نښتې او جنګ جګړې پیښې شوي دي، چې په تیرو شپږ کلونو کې په دغه هیواد کې ترټولو ډیرې ثبت شوې نښتې دي.

د ” اوچا” د دغه رپوټ پر بنسټ سږکال په افغانستان کې د دې ادارې روغتیايي همکارانو د ۶۹۰۰۰ ټروما پیښو د ثبت رپوټ ورکړی چې د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې پرتله په دغو پیښو کې ۲۱ فیصده زیاتوالی ښيي.

د پولې پورې غاړې په پاکستان کې بیا د تاوتریخوالي په کچه کې کموالی راغلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: