پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې دوديزې ستونزې پر ځای پاتې دي
AppleMark

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې دوديزې ستونزې پر ځای پاتې دي

د ښځو دحقونو په اړه یوه نړیواله سروې وايي د افغانستان په ټولنه کې د ښځو حالت ډېر ښه نه دی او په دې لړ کې د نړۍ د ۱۵۳ هیوادونو په نوملړ کې تر ټولو وروستی هیواد دی. په افغانستان کې ۳۰.۹۱ فيصده ښځې د تشدد له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي ، ۳۶ فيصده ښځې په ټولنه کې ځان خوندي نه ګڼي او ۶۰ فيصده ښځې د خپل خاوند د زور زیاتي ښکار دي. رپورټ وايي افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له تعصب ډک دودونو تناسب ۵۱ فيصده دی، د دوي سره قانوني چارو کې ۴۵ فيصده تعصب کېږي او د لور په مقابل کې د زوی د غوره ګڼلو تناسب ۱.۰۶ فيصده دی.

د سروې له مخې په تعلیمي کال کې د ښځو اوسط څلور فيصده، اقتصاد کې ونډه څلور فيصده، روزګارونو کې برخه ۱۶ فيصده، او د ښځو د موبایل ټليفون استعمال ۵۳ فيصده دی.

د ښځو د حقونو مبارزه او یوه ازاده خبریاله ډیوه نیازۍ وايي هغې لپاره د افغانستان نوم په دغه سروې کې تر ټولو په اخره کې لیدل څه نوي خبره نه ده. میرمن نیازۍ وايي افغان ټولنه نرواکه ده ځکه چې نارینه نه غواړي ښځو ته هغه حقونه هم ورکړي چې په اسلام کې ورته ورکړل شوي دي.

هغه وايي نارینه ځکه نه غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي چې دوی ویريږي چې ددوی ځای به ونیسي. هغه زیاتوي چې نارینه نه یوازې خپلو مېرمنو ته بلکې پردیو ښځو ته لا د خبرو کولو حق نه ورکوي.

نیازۍ وايي: “افغانستان کې د ښځو حقونو د دفاع لپاره د مېرمنو پاڅون پکار دی. ښځې دې په دې اړه لیکنې وکړي، کتابونه دې ولیکي، د فیس بک له لارې دې خپل پیغام تر خلکو ورسوي تر څو زمونږ د خلکو مفکورې بدلي شي او فکرونه یې خلاص شي.

که مونږ د ښځو په وړاندې د خپلې ټولنې دا منفي رویه بدله نه کړو نو زه ډیره اندیښمنه یم چې زمونږ راتلونکي نسلونه به هم په دغو تیارو او جهالت کې پاتي شي”.

په افغانستان کې د ښځو د وزارت مرستیاله مېرمن نبیله مصلح وايي دوی ډیرې هڅې کوي چې د ښځو ستونزې حل کړي او په تیرو دریو کلونو کې پدې برخه کې ډیر پرمختګ شوی. د ښځو ونډه په حکومت کې زیاته شوې ده، ۱۰ فيصده ښځې تصمیم نیولو یا فیصله کولو موقف کې دي، په اوسني حکومت کې درې مېرمنې وزیرانې دي او ۱۰ ښځې مرستیالانې دي.

لویه ستونزه امنیت ده او په ولایتونو کې ډیرې انجونې له دې کبله ښوونځیو ته نه ځي. دویمه ستونزه د صحت ده چې په کلیو کې میرمنې روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسۍ نه لري.

عمران ناصري چې د ښځو د ځان د دفاع پروژې پرانستونکی دی وايي افغان ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوی علت په خلکو کې ناپوهي او د ښځو د حقونو څخه بې خبري ده په خاصه توګه په ولایتونو کې دښځو پروړاندې مسئلې زیاتې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *