جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې زيات داعشيان پاکستاني، ازبک، چيچن او تاجک دي

په افغانستان کې زيات داعشيان پاکستاني، ازبک، چيچن او تاجک دي

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي په هغه هېوا کې د داعش په زیاترو تندلارو وسله والو کې د پاکستان سره تعلق لرونکي افریدي، اورکزي او تاجک، ازبک او چېچن جنګيالي شامل دي.

دخبرونو له مخې د افغانستان د کورنو چارو وزير وېس احمدبرمک ويلي داسې هيڅ ثبوت نشته چې څرخي چورلکې د داعش يا نورو تندلارو ته وسلې رسوي، خو نوموړي په هېواد کې د داعش په شتون اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دفاع وزارت ويلي چې د هېواد په شمالي برخو کې د داعش د تندلارو وسله والو شمېره کمه ده.

افغان چارواکو دغه خبرې په افغانستان کې د روسيې د ځانګړي استازي ضميرکوبلووف د هغه بيان په غبرګون کې کړې چې پکې نوموړي ویلي ؤ افغانستان کې داعش ۱۰زره تندلاري لري چې زيات یې په شمالي برخو کې دي او هغه تور لګولی و داسې څرخکې چې پېژندګلو يې نه کيږي دا تندلاري انتقالوي او دوي ته وسله رسوي.

د دفاع وزارت ويلي افغانستان کې د داعش مشري پاکستاني کوي چې زياتره یې د اپريدو او اورکزو قبايلو سره تړلي کسان دی او دوی سره نور تندلاري د تاجکستان، ازبکستان او چېچنيا دي.

برمک ويلي، “داسې هيڅ ثبوت ورته په لاس نه دی ورغلی چې ثابته کړي چې مخالفه تندلارو ته يې هيلي کاپټرې وسله رسوي، مونږ د دفاع وزارت او ملي امنيتي ادارې سره په ګډه په دغه اړوند کار کړی دی خو څه مو نه دي معلوم کړي”.

کوبلووف ويلي ؤ، “روس به لمړی هېواد وي چې په افغانستان کې د داعش په راولاړېدو خبرداری ورکوي، داعش په وروستیو کې دغلته خپل قوت زيات کړی او زمونږ د اټکل له مخې په افعانستان کې د داعش تندلارو شمېره ۱۰ زرو ته رسېدلې او نوره هم زياتېږي او دوی د شام او عراق نه راروان دي”.

ځينې افغان چارواکو هم ويلي چې په نړيواله کچه که څوک کومه خبره کوي بې د کوم ثبوت يې نشي کولی.

او د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې مشر هلال الدين هلال ويلي، ” د جوزجان په درزاب او فارياب ولسواليو کې د ازبکستان، تاجکستان او چيچنيا وګړي د داعش په تدلارو وسله والو کې شامل دي”.

خو بل لور ته په افغانستان کې د امريکا او نېټو ځواکونه تور لګوي چې روس په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي. داعش په کال ۲۰۱۵م کې ختيځ افغانستان کې سر راپورته کړی او د امريکايي دشمېرو له مخې ۳۰۰۰ تندلاري ورسره وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *