چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / قبايل / په افغانستان کې پاکستاني کډوال ولې بند پاتې دي؟

په افغانستان کې پاکستاني کډوال ولې بند پاتې دي؟

د افغانستان په خوست ولايت کې د شمالي وزيرستان پاتې کډوال وايي نه شي کولای په خپل نوم او غږ خپلې ستونزې له رسنيو سره شريکې کړي. دوی وايي که کوم کډوال غږ پورته کړي پاکستان يې وژني. دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په دوام سره دغه کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.

يو کډوال د نوم نه ښودلو په شرط وويل: “مونږ ته گواښونه شوي دي چې د مطبوعاتو سره به خبرې نه کوئ، پخوا چې چا هم د خپلو ستونزو خبرې کړي دي هغه وژل شوي دي”

تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د مطبوعاتو سره د خبرو کولو ورستو د گلانو په کېمپ کې د وزیرو یو مشر عمر خان وزير وژل شوی ؤ. د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ د عمر خان د وژلو تصدیق کړی و. هغه ويلي وو د عمرخان وزیر د چا سره ښکاره دښمني نه وه. خو په کېمپ کې دېره د نورو خلکو په وینا عمرخان وزیر د پاکستان د هغه غوښتنې مخالف و چې وزیر کډوال دې بیرته ستانه شي.

د پاکستان حکومت په کال ٢٠١٦ کې د عملیاتو د ختمېدلو داعلان سره په هېواد کې دننه او افغانستان ته اوښتي کډوالو ته د ستېندلو غږ وکړ.

په پاکستان کې په کال ٢٠١٧ کې په شوو سر شمېرنو کې هم ددغه کډوالو هېڅ ډول نه دی شوی. یو کډوال وویل دوی په دغه عمل چا نه دي خبر کړي.

یو بل کډوال وویل دا وخت د گلانو په کېمپ کې دوی د یو شمېر نورو مشکلاتو سره هم مخ دي. هغه وویل:

“جمی دی یخني ده او د بیمارانو د درملنې هم څه سم بندوبست نشته دی”

د ملگرو ملتونو د کډوالو د خصمانې ادارې یو این اېچ سي آر تر مخه په کال ٢٠١۴ کې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملیاتو سره سم ځايي خلک د پښتونخوا صوبې یو شمېر ښارونو ته په کډه شوي وو، خو د غلام خان، مداخېل، شوال، سیدگۍ او سپين وام څخه نزدې ١٢٠٠٠ زره کورنۍ یا ٧٥٠٠٠ وگړي د گاونډي هېواد افغانستان خوست ، پکتیتکا او پکتیا ته اوښتې وو.

یو این ایچ سي ار وايي دويي د افغان حکومت په مرسته د کډالو د خصمانې چارې کوي، خو د کډوالو په وینا دغه چارې د دوی تمامې اړتياوې نه شي پوره کولی، دوی غواړي خپلو کورونو ته ستانه کړل شي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: