جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / په افغان کرکټ لوبغاړو کې دوه نوي ستوري ځليدلي

په افغان کرکټ لوبغاړو کې دوه نوي ستوري ځليدلي

د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو په اسیايي اتلولیو کې مجیب ځدراڼ د پاکستان شپږ لوبغاړي وسوځول او د نړۍ په فرسټ کلاس سیالیو کې بهیر شاه محبوب نړیوال ریکارډ ټینګ کړ.

د لوبو مینه وال په منل شویو ستورو ډاډه وي او هیلې یې له نویو ټوکېدلو ستورو څخه وي. یو کال وړاندې راشد خان زلمی لوبغاړی و، اوس د ملي لوبډلې مرستیال کپتان او په نړیواله کچه منل شوی ستوری دی.

ظاهر خان له ۱۹ کلنو لوبډلې سر را اوچت کړ، په شپږیزه سیالیو کې وځلېد او اوس د بنګله دیش په لیګ کې ومنل شو.

دوه نور ستوري هم په همدې پله روان دي. دوی دواړه هم د ۱۹ کلنو په لوبډلو کې خپل جوهر ښيي.

مجیب ځدراڼ تر روانو اسیايي اتلولیو وړاندې په بنګله دیش کې د ۱۹ کلنو په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۷ کسه وسوځول چې ددغه عمر په کتار کې نړیوال ریکارډ و. بل هیڅ لوبغاړي د ۱۹ کلنو لوبډلو په یوه سریز کې دومره لوبغاړي نه و سوځولي.

مجیب اوس د اسیا په اتلولیو کې د پاکستان د پیاړوې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډله تل پیاوړې وه او ملي لوبډلې ته یې مهم لوبغاړي ورکړي دي. د پاکستان د ملي لوبډلې اوسنی کپتان سرفراز احمد هم یو وخت د ۱۹ کلنو د لوبډلې لوبغاړی و.

مجیب ځدراڼ تېر کال د افغانستان په کورنیو شل اوریزو لوبو کې هم ځلېدلی و. دغه په ونه دنګ سپېن یا ورو بالر د لوبې د مبصرینو په وینا ښه راتلونکی لري خو که د راشد ارمان غوندې پرله پسې لوبې ته پام وکړي، خپلې روغتیا او د بدن فزیکي پیاوړتیا باندې کار وکړي نو بې له شکه چې د راشد ارمان تر څنګ به یې په ملي لوبډله کې هم ووینو.

مجیب بالر دی، راشد بالر دی، افغانستان تل ښه بالران موندلي خو د ټولو اندېښنه دا وي چې افغانستان ښه منډه جوړونکی نه مومي.

یو بل ۱۹ کلن لوبغاړی بهیر شاه محبوب ښايي دغه اندېښنه تر یوه ځایه کمه کړي.

په کونړ کې زېږېدلي دغه لوبغاړي ته د افغانستان د فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې سپین غر ځای ورکړی دی.

په خپلو لومړنیو څلور لوبو کې بهیر شاه ټول ټال ۸۳۱ منډې کړي دي. د کرېکټ په تاریخ کې بل هیچا دومره بریالی پیل نه درلودې.

دویم تر ټولو بریالی لوبغاړی د استرالیا د ملي لوبډلې لوبغاړی ډبلیو پاسنفورډ و چې په ۱۹۰۰ کال کې زېږېدلی و او په خپلو لومړنیو څلورو فرسټ کلاس لوبو کې یې ۷۴۱ منډې کړې وې، بهیر ۹۰ منډې ترې ډېرې لري.

 

د زلمو لوبغاړو په باب عمومآ یوه خبره مشهوره وي چې ژر غوړېږي او ژر مړاوي کېږي.

افغان کرېکټ مینه وال او کرېکټ بورډ باید دغه اصل هېر نه کړي او دغه زلمي لوبغاړي ګام په ګام وپالي، له مړاوي کېدو یې وژغوري او دومره بار یې په اوږو وربار نه کړي چې د دوی تنکۍ اوږې یې نه وړلو توان ونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *