دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / اقتصاد / په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان ور ګډول د چا په زیان نه دي

په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان ور ګډول د چا په زیان نه دي

ټایمز اف انډیا لیکې، چین د دغه هېواد په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان شاملول د کوم هېواد پرضد اقدام نه بولي.
ورځپاڼه زیاتوي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یاده پروژه کې د افغانستان د شاملولو په تړاو د هند اندېښنو په برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د هند نوم وانخیست خو ویې ویل، د اقتصادي دهلیز هدف ټولو ته ګټه رسول دي او دا پروژه د کوم ځانګړي هېواد پرضد نه ده.
هغې ویلي د دې پروژې په وړاندې باید د درېیم هېواد له خوا خنډونه وانه چول شي، چین ددې سترې پروژې پر نه سیاسي والي هم ټینګار کوي.
په دې اړه د افغانستان ، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې خبرې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *