دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په اوبو پسې تللي سرتېري بيا راونه ګرځېدل

په اوبو پسې تللي سرتېري بيا راونه ګرځېدل

تېره ورځ د کونړ په غاښي کنډو کې سرحدي پولیس د اوبو راوړلو پر مهال د وسله والو له کمین سره مخ شوي، چې پکې شپږو سرتېرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده. د سرچینو په قول، په دې پېښه کې پنځه سرحدي سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د سيمې اوسېدونکي وایي د وژل شوو سرتېرو جسدونه لا هم د وسله والو په لاس کې دي، دوی وايي ځايي قومي مشران وسله والو ته په جرګه ورغلي، چې د سرتېرو جسدونه خپلو کورنيو ته راوړي.

په سرحدي سيمو کې افغان سرتېري له ځينو ستونزو سره دايمي مخ دي او په ورځني ډول زيات تلفات له دې کبله وراوړي چې دوی د جنګ په سيمو کې اسانتياوې نه لري.

خلک وايي کله چې سرحدي پوليس د خاورې د ساتنې په څنګ کې د خپلې لوږې او تندې د لرې کولو لپاره له خپلو بوستو وتلو ته اړکېږي، نو وسله وال په اسانۍ سره کولای شي دوی ته زيان ورواړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: