یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په اوبو پسې د تلليو سرتېرو جسدونه کورنيو ته وسپارل شول

په اوبو پسې د تلليو سرتېرو جسدونه کورنيو ته وسپارل شول

کونړ د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو کې د وسله والو په کمين کې د پنځو وژل شوو پوله ساتو سرتېرو جسدونه تېره ورځ خپلو کورنيو ته وسپارل شول، يو شمېر سرچينې وايي، دا د هغو سرتېرو جسدونه وو چې وړمه ورځ په غاښي کنډو کې د څښلو په اوبو پسې د خپلو پوستو نه لرې داسې يو ځای ته تللي وو، چې هلته پاکستانيو پوستو ته نېږدې د وسله کنټرول دی.

په دغه پېښه کې پنځه سرحدي سرتيري وژل شوي او يو بل ټپي و، خو په ختيځ کې د سرحدي لېوا قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خېل رسنيو سره په خبرو کې يوازې د دوو سرتېرو وژل کېدل تاييد کړل. هغه په دغه پېښه کې د يو شمېر وسله والو د وژلو ادعا هم کړې، خو کره شمېره يې نه ښيي.
حسين خېل وايي، په سيمه کې يې افغان ځواکونو ته د مرستو رسولو لپاره امکانات برابر کړي دي.
يو شمېر سرچينو ويلي، دغه سرتېري په ياده غرنۍ سيمه کې په اوبو پسې يوې چينې ته تللي وو، چې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شوي دي، مګر د افغان طالبانو کومې ډلې يې تر اوسه پړه نه ده منلې.
غاښی کنډو د کونړ په مرورې ولسوالۍ پورې اړوند غرنۍ سيمه کې ډيورنډ فرضي کرښې سره جوخته هغه لار ده، چې ياده ولسوالي د خيبر پښتونخوا له باجوړ اېجنسۍ سره نښلوي.

د سرحدي سرتېرو په وينا چې ټرايبل نيوز سره يې خبرې شوي، هلته دغسې پېښې نوې نه دي، دوی وايي اړکېږي چې د اوبو راوړلو پسې له خپلو پوستو ووځي، چې وسله يې اکثره وخت د لرې واټن نه نښه کوي، خو دغسې خبرونه ډېر کم تر رسنيو رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې او نورو سرتېرو په مرکزي ادارو سربېره په ټولو لويو ـ وړو دولتي ادارو کې دا وخت د څاه او نلکې د اوبو پر ځای په پراخه ډول معدني اوبه کارول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: