یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په اچين ولسوالۍ کې د اوبو رسولو پروژه پيل شوه

په اچين ولسوالۍ کې د اوبو رسولو پروژه پيل شوه

د اچین ولسوالی اړوند عبدالخیلو سیمه کې د باچا ښارګوټي لپاره د پاکو اوبو رسولو چارې د اچین ښاروالۍ په لګښت تر سره کیږي چې تقریباً (۲۵۰۰۰۰) افغانی لګښت پرې راځي.

د يادې ولسوالۍ ښاروال وويل، د اوبو رسولو دغه پروژه به په یوه میاشت کې سرته ورسېږي، چې ګڼ شمېر کورنۍ به ورسره پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي: (( دغه کار چهارشنبه پيل شو، چې قومي مشرانو او د ولسوالۍ چارواکو مو ملتيا کوله))

اچين ولسوالي چې اوږده موده پکې امنيتي حالت ښه نه و او له همدې ناامني په سبب پکې د رغونې هر ډول چارې له ځنډ سره مخ وي.

د يادې ولسوالۍ چارواکي وايي هلته دا مهال د ځايي خلکو او قومي مشرانو په همکارۍ په امنيتي وضع کې د پام وړ بدلون راغلی، چې ورسره د رغونې کارونو ته هم پاملرنه شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي د اچين په غریزه علاقه اوږده موده د وسله والو پاتې کېدو نه يوازې د رغونې کارونه ځنډولي وو، بلکې له امله يې له دوی کلي او ځمکې هم پاتې وې، د خلکو په وينا په دغه موده کې پراخه مالي او ځاني زيانونه وراوښتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: