پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / قبايل / په باجوړ کې خاورين کمر راپريوتو له امله اووه کسان وژل شوي دي

په باجوړ کې خاورين کمر راپريوتو له امله اووه کسان وژل شوي دي

په قبايلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د خاورې د غر راخوېدو پېښه کې د پينځه جينکو په ګډون اووه تنه مړه شوي او دوه جينکۍ ژوبل شوي دي.

باجوړ کې د خاورې د غر راخوېدو پېښه نن د جمعې په ورځ د اتمانخېل تحصيل په ګردۍ ګنداؤ علاقه کې رامنځته شوې ده.

د ځایي چارواکو په وينا پيښه نن سهار ګردي ګنداو سيمه کې رامخې ته شوې ده. دغلته ځايي خلکو د غره له يوې برخې خاوره کندله، چې د خاورې کمر پرې راشکېدلی دی.

د دې پېښې له امله د پنځو نجونو او يوې ښځې په ګډون اووه کسه د خاورو له ډېرو رايستل شوي دي، خو د نورو  کسانو لټون هم روان دی او د ځايي خلکو لخوا په ګډه مرستندويه هلې ځلې دوام لري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: