د باجوړ سيمې بېلابېلو برخو کښې د وچکالۍ او باران نه ورېدو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. دغلته په عمومي توګه د موسم بدلېدو له کبله اکثره چيني وچي شوي دي۔
د تحصيل خار ځائي اولسي خلکو په خبره چي ددوچکالۍ له وجي د اوبو سطح ډيره ښکته شوې، چي له امله يې دوی ته ډېرې ستونزې پیداشوي دي او نه شي کولای د څښلو اوبه په اسانۍ پيداکړي. دوي زياته وي چي (بائي) چينه کلي کښي تاريخي چينه ده او د دغه چينې به اوبو نه يوازې د څښلو اړتيا پوره وه، بلکې د ځمکو د خړوب لپاره ترې هم په پوره اندازه ګټه پورته کېدله، خو اوس دغه چينه وچه شوې او ځايي خلکو له دې ځايه کډې کړي دي۔
د بائي چيني اوسيدونکي احمد بنوري اووئيل: دغه تاريخي چينه د زرګونو کالو راهسې بهانده وه او دې ته به د ټول باجوړ خلک راتلل، خو اوس هغه هم وچه شوې ده.)
دا مهال په ټوله نړۍ کې د اقليمي بدلونونو له کبله پر ژوند بدې اغېزې ليدل شوي. په باجوړ او نورو قبايلي سيمو سربېره د لرې برې پښتونخوا په برخو کې د ورښت د کمښت له کبله د کرنې او مالدارۍ په کاروبار باندې ناوړه تاثيرات لوېدلي دي.