یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په بادغيس کې ايرانيان او پاکستان د وسله والو ملاتړي دي

په بادغيس کې ايرانيان او پاکستان د وسله والو ملاتړي دي

جنرال عبدالرووف تاج د عملياتو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ايران او پاکستان له لوري وسله والو سره مرسته او دوی ته مشورې ورکول کېږي.

جنرال تاج زیاته کړه چې په بادغیس کې ایرانیان او پاکستانیان د طالبانو ملاتړ کوي: (( کوم عملیات چې شوې دي، ایرانی هم بالفعل د اب کمري په سیمه کې نیول شوي دي، په مختلفو ځایونو کې مثلا ًپه بالامرغاب ولسوالۍ کې په اب کمري، سنګ اتش، قادس، نخچیرستان کې د دغو خلکو تګ راتګ د طالبانو د یوځای ساتلو لپاره دی چې سره متحد شي او په دې ډول خپلو بریدونو ته دوام ورکړي))

هغه وويل په نښتو کې باکستانيان هم نیول شوي چې دلته د وسله والو په ملاتړ بوخت وو.

تر دې مخکې په یو شمېر نورو سیمو کې هم له طالبانو څخه د ایران او پاکستان د ملاتړ خبرونه خپاره شوې دي.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان د جولای په میاشت کې ویلي و چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې غړي په پشت رود او ګلستان ولسوالیو کې له طالبانو سره غونډې کړې دي او هغوی ته یې سلامشوره ورکړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال دا خبره رد کړې وه او په کابل کې د ایران سفارت په دې اړه څه نه و ویلي.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: