سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په بادغیس کې د حلقوي سړک کارونه هندي او چينايي شرکت ته سپارل کېږي

په بادغیس کې د حلقوي سړک کارونه هندي او چينايي شرکت ته سپارل کېږي

د افغانستان ولسمشر  اشرف غني او ورسره پلاوی به نن يکشنبه د «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹مه» په بادغیس کې د افغانستان د حلقوي سړک د دوو برخو د کار د پېل په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړي.

د دې سړک یوه برخه به د لامان سیمه د بادعيس له مرکز قلعه نو او بله به يې قلعه نو د قادس ولسوالۍ دره بوم سره ونښلوي.

د ځايي سرچينو په حواله، د سړک د دواړو برخو اوږدوالی ۸۰ کيلومتره دی.

د بادغیس د فواید عامې ریاست مسؤلانو وویل چې پردې پروژه به نېږدې ۸۶ میلیونه امریکايي ډالر ولګېږي چې د اسیا پراختیايي بانک یې ورکوي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړي عبدالباسط صارم  وویل، د دې پروژې بشپړېدل به د بادغیس او شاوخوا ولایتونو د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي.

عبدالباسط صارم وايي:

“دا به د امنیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي. په بادغیس کې عمده ستونزه د امنیت کمزورتیا ده. دا به بادغیس د افغانستان له شمالي ولایتونو سره ونښلوي، د خلکو او تجارانو لپاره به د موټرو کرایه هم کمه کړي.”

د اسیا پراختیايي بانک په وروستیو کې وویل چې د بادغیس له دره بوم د فاریاب تر قیصار ولسوالۍ د ۱۵۱ کیلو متره سړک جوړولو پروژه به تمویل کړي.

دا په افغانستان کې د ۲۲۰۰ کیلومتره حلقوي سړک وروستۍ برخه ده.

خو په بادغیس کې د مدني ټولنې یوه غړي شمیل احمد مشعل وویل:

“په وروستیو ۵ کلونو کې څو وارې د هغه سړک د جوړېدو کار پېل شوی او د ستونزو له امله يې پرمختګ نه‎دی کړی.”

شمیل احمد مشعل زیاته کړه:

“زه تر دې ګړۍ خوشبیني نه‎لرم. خو د ولسمشر راتګ نېک پال ګڼم. هیله لرم چې دا وار به د سړک جوړولو کار عملاً پېل شي. د بادغیس خلکو په وروستیو ۱۵ کلونو کې دا ارمان درلود چې حلقوي سړک جوړ شي. خو د پرانېستلو په اړه انګېزه نه‎لرو، ځکه دا کار پخوا هم شوی دی.”

د ځايي سرچينو په وينا د لامان، قلعه‎نو او دره بوم ترمنځ د سړک جوړولو پروژه مخکې یوه ترکي شرکت ته سپارل شوې وه چې د بېلابېلو دلایلو پر اساس يې کار نه‎و کړی.

رپوټونه وايي چې دا وار د سړک جوړولو مسووليت يوه هندي او چينايي شرکت ته سپارل شوی دی.

د بادغیس د فواید عامې ریس عبدالله حمایت ویلي، دا سړک په دوو کلونو او شپږ میاشتو کې بشپړېږي.

د اسیا پراختیايي بانک چې مرکز یې د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې دی، تېره اوونۍ وویل چې لږ تر لږه ۳۳۰ میلیونه ډالر یې د افغانستان د حلقوي سرک بشپړېدو ته ځانګړي کړي دي.

د بانک د مرکزي او لویدېځې اسیا د چارو مشر‌ شان اوسولیوان په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حلقوي سړک په افغانستان کې له داسې بنیادي پروژو دی چې هغه هېواد به د ټرانزیټ او تجارت په برخه کې د مرکزي اسیا، منځني ختیځ او د جنوبي اسیا له نورو هېوادونو سره لا نېږدې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *