چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په بدخشان ولایت ته پر لاره په وسلو بار د ملي اردو یو موټر کوکچې سېند ته لوېدلی

په بدخشان ولایت ته پر لاره په وسلو بار د ملي اردو یو موټر کوکچې سېند ته لوېدلی

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي، د ملي اردو له وسلو او مهماتو ډک بار وړونکى موټر د دې ولايت کوکچې سيند کې ډوب شوى او موټر چلوونکي هم په ياده پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى دى. د بدخشان د ارګو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدامين ويلي، چې پرون له غرمې وړاندې د ملي اردو له وسلو او مهماتو ډک موټر چې له کندوز ولايت څخه بدخشان ته روان و، د لارې په اوږدو کې د ارګو ولسوالۍ په قره کمر سيمه کې له سړک اوښتى او کوکچې سيند ته غورځېدلى دى. نوموړي زياته کړه، د ملي اردو ياد بار وړونکى موټر له ٢٠٩ شاهين قول اردو وسلې او مهمات بار کړي و، چې ټاکل شوې وه د بدخشان د پامير ٢٠ فرقې پياده کنډک ته يې يوسي. هغه زیاته کړه، چې موټر چلوونکي هم په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *