پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په بلخ ولایت کې د اقتصاد ریاست مسؤلين وايي چې ۶ محلي او نړېوالې موسسې دغه ولایت کې په دې دلیل منحل شوې چې خپل کلني راپورنه یې یادې ادارې ته نه وو وړاندې کړي او په پام کې ده چې تر ۲ میاشتو به نورې ۱۸ موسسې هم منحل شي.

په بلخ ولایت کې د اقتصاد ریاست مسؤلين وايي چې ۶ محلي او نړېوالې موسسې دغه ولایت کې په دې دلیل منحل شوې چې خپل کلني راپورنه یې یادې ادارې ته نه وو وړاندې کړي او په پام کې ده چې تر ۲ میاشتو به نورې ۱۸ موسسې هم منحل شي.

د بلخ د اقتصاد ادارې مشر انجینر جنت ګل شرافت ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په روان کال کې د افغانستان په سطحه ۲۲۴ نړېوالې او داخلي موسسې په دې دلیل منحل شوي چې کلني راپورونه یې دولت ته نه وو وړاندې کړي.

د ښاغلي شرافت په خبره چې ۴۲۶ نورې موسسې به په تر راتلونکو ۲ میاشتو کې منحل شي، چې ۱۸ یې یوازې په بلخ کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم له ۱۰ ډېرې نړېوالې او کورنۍ موسسې په دې دلیل بلخ کې منحل اعلان شوې چې د دوه کلونو لپاره یې پر له پسې خپل راپورونه د اقتصاد ادارې ته نه وو وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *