د پاکستان بلوچستان ایالت کې د مرستندویه ادارې ایدهي کارکونکو ویلي څلور ورځې وړاندې د کوټه سول هسپتال لخوا ترلاسه شوي ۱۰ مړي يې په دشت سیمه کې خاورو ته سپارلي دي.
د دغه ادارې چارواکو ویلي دغه مړي ورته د بلوچستان حکومت سول هسپتال لخوا ورکړل شوي وو، په دغه ټولو تشدد شوی وو چې نه يې پیژنګلو کیده او نه يې وارثان معلوم وو.
په بلوچستان کې د بې درکه خلکو سازمان دعوه کوي دغه مړي د بې درکه بلوڅانو وو.د دغه سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ ویلي دغه مړي د بې درکه بلوڅانو وو، چې مړي يې د ډیروخت راهسې په هسپتالونو کې پراته وو.
ماما قدیر وایي د بې درکه بلوڅانو مړي خپل خپلوانو ته نه ورکول کیږي او نه دوي خبرول کیږي. حکومت دوی ته د ترهګرو نومونه ورکوي خو دا ترهګر نه دي، هغه بې درکه بلوڅان دي چې حکومت وژلي او اوس یې ایدهي ادارې ته سپارلي.
په بلوچستان کې د مرستندویه ادارې ایدهي کسانو ویلي وړاندې هم دغه داسې جسدونه چې نه پېژندل کېدل دوی ته د سپارلو لپاره ورکړل شوي. دغه بې شناخته مړي به دوی مخکې د کوټه سره نژدې په یوه لویه هدیره کې خاورو ته سپارل، خو اوس په دغه هدیره کې د ځای د کموالي له امله دوی په دشت سیمه کې داسې مړي خاورو ته سپاري.
په بلوچستان کې د بشري حقونو د سازمان مشر طاهر حبیب ویلي د سپارل شوو مړو ډي این ای دې وشي اودوی دې معلوم شي چې دا څوک وو.
طاهر حبیب وايي: (عدالتونه دا اختیار لري چې د دغه مړو د ډي این ای کولو امر ورکړي. دا کار اوس ډیر اسان دی چې د داسې مړو پیژندګلو وشي).
د بلوچستان صوبايي حکومت ویاند انوار الحق کاکړ د دغه مړو په اړه ناخبري ښودلې، هغه وايي هغه ته د دغه مړو په اړه هیڅ معلومات نشته.
د بلوڅانو د حقونو مشر ماما قدیر بلوچ تور لګوي چې حکومت وړاندې هم دغه شان بې درکه کسان په تشدد وژلي او بیا یې پټ خاورو ته سپارلي. د ماما قدیر په وینا تر اوسه پورې د سلو نه ډېر بې درکه کسان وژل شوي او بیا په اجتماعي یا ګډو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي.