دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / په بمي چاودنه کې درې پاکستاني پوځيان ژوبل شوي دي

په بمي چاودنه کې درې پاکستاني پوځيان ژوبل شوي دي

د ځایې سرچينو د وينا له مخې ډيره اسماعيل خان کې د پاکستاني پوځ په موټر باندې بمي چاودنه کې درې پوځيان ژوبل شوي دي. پوليس وايي دغه بمي چاودنه هغه مهال وشوه کله چې په سيمه کې پاکستاني پوځيان د معمول مطابق په ورځني ګشت روان وو.

سرچينه وايي له چاودنې وروسته سيمه پوځيانو کنټرول کړې او د پېښې په عاملينو پسې د پلټنې عمليات شروع شوي دي. خو تر دې دمه د دې بېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

په دې بمي چاودنه کې ژوبل شوي پوځيان د سيمې نېږدې روغتون ته وړل شوي، خو د حالت په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي.

دغه ډول د چاودنې پړه هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *