دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / دايران په څو ښارونو کې دشپې هم مظاهرې روانې وې

دايران په څو ښارونو کې دشپې هم مظاهرې روانې وې

د ایران په مشهد کې نږدې درې ورځې وړاندې مظاهرې پلازمېنې تهران، کرمانشاه، کورد ښار، بندر عباس ، ایذه، اراک، زنجان، ابهر، دورود، خرم اباد، اهواز، کرج او تنکابن ته پراخې شوې او ځینې په تاوتریخوالي هم بدلې شوې دي.
په خواله رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې تهران کې ځینې مظاهرې تر نیمې شپې روانې وې او لاریونوالو د دغه هېواد د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه پرضد هم نارې وهلې.
په اراک ښار کې لاریونوالو د پولیسو پر موټر برید کړی دی.
په ورته مهال د ایران د کورنیو چارو زیر عبدالرضا رحماني فضلي له خلکو غوښتي چې “ناقانونه غونډو” کې ګډون ونه کړي او “ځان او نورو ته ستونزې پیدا نه کړي”.
د لرستان ولایت په دورود ښار کې څو لاریونوال په ډزو لګېدلي دي. ویل کېږي ډزې هغه مهال وشوې چې مظاهره چیان د ښار د ځايي ادارې مخ ته ټول شول او اور یې بل کړ.
د ځینې کسانو د وژنې رپوټونه هم خپاره شوي او د مړي یو داسې انځور هم لیدل کېږي چې فکر کېږي په ډزو لګېدلی دی.
په خواله او رسمي رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې په تهران، مشهد، اراک، اهواز، دورود، ګوهر دښت، کرج او نورو ښارونو کې پر بانکونو، دولتي ودانیو او د امنیتي ځواکونو پر ګاډو بریدونه ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: