پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په تورو اوږدو ټوپکونو د وسپنيزو ځواکونو مقابله، که سرښندنه

په تورو اوږدو ټوپکونو د وسپنيزو ځواکونو مقابله، که سرښندنه

له نن پوره ۳۸ کاله وړاندې روسي لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او دلته یې د جګړې اور بل کړ. په اکثره سيمو کې خلک د جهاد لپاره دتکبير په غږونو راپورته شول، په ډېرو پخوانيو جوړو ټوپکونو او وسپنيزو الاتو يې د داسې يو ځواک مقابله شروع کړه چې ټول له وسپنو جوړ و.

مبصرين وايي په دومره لومړنيو وسايلو د يوه وسپينيز ځواک ماتول د حيرانۍ خبره وه، خو رښتيا دا دي، چې په لومړيو کلونو کې او په ټوله کې د شوروي ځواکونو د شتون په موده کې افغان ولسونو د جهاد او تکبير د نارو په ملتيا او د همدې نارو په تاو دا هرڅه وکړل.

وروسته د جګړې په اوږدېدو سره د شوروي ځواکونو او د هغه وخت د افغان رژيم پر ضد پاڅېدلو ولسي لښکرو په پرله پسې جنګونو کې له مقابل لوري دومره وسلې او وسيلې ونیولې چې په جنګ کې يې د وروسي شوبلو ځواب ويلی شو.

په همدې موده کې له دې امله چې روسانو پر افغانستان تېری کړی و، نو ځينو هيوادونو له بېلابېلو چينلونو افغان مجاهدينو سره د وسلې او ګڼو نورو امکاناتو مرستې پيل کړې، خو روڼ اندي وايي همدا  هغه کلونه دي چې د افغان جهاد په نوم ورسره د بدنيتيو او پرديو هدفونو خړې وريځې خپرې شوې او تر ننه چې دې جګړې دوام پيداکړی، یو لوی سبب يې هماغه پردي لاسونه دي، چې د افغانستان سياسي بهير يې په ګوتو کې پاتې دی.

په دې بهرنيو لاسونو کې چې روسي ځواکونو پر ضد د جهاد په کلونو کې د افغانستان سياسي بهير ته ډېر راغځېدلي، د پاکستان هيواد دپوځي او استخباراتي کړيو لاس تر ټولو اوږد دی. پاکستان د روسانو پر ضد د افغان ولسي لښکرو سپېڅلی جهاد په ګوندونو او حزبونو بدل کړ او دا چې حزبونو په څه ډول د افغان ولسي لښکرو قربانۍ او سرښندنې د پنجابي هدفونو لپاره وکارولي، نو په دې د تاريخ د کتابونو پاڼې ډکې شوي دي.

د مبصرينو په قول د افغانانو په سرښندونو د شوروي له ماتې وروسته په افغانستان کې د جګړې اور ځکه بل دی چې د شوروي ځواکونو د تيري په کلونو کې بهرني راغځېدلي لاسونه وخت په وخت په دې اور د خپلو هدفونو تيل اړوي او نه پرېږدې چې د دې ژوند ورانوونکې جګړې لمبې کښېني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *