چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په جلال اباد کې د ختيځ خيريه تعليمي ادارې په فعاليت پيل وکړ

په جلال اباد کې د ختيځ خيريه تعليمي ادارې په فعاليت پيل وکړ

.
مسؤلين يې وايي :له ايجاده يې موخه بې وزله زده کوونکو ته په وړيا توګه دزده کړو دزمينې برابرول دي.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ خيريه پوهنيزې ادارې په فعاليت پيل وکړ ،چې له مخې يې له زده کړو محرومو په سوونو هلکانو او نجونو ته دزده کړې زمينه برابر شوه .
د دې پوهنېزې ادارې په پرانستو مراسمو کې د ولسي جرګې او ولايتي شورا ځنيو وکيلانو،اجرائيه رياست سلاکارانو او د دې ولايت پخوانيو جهادي او قومي مشرانو اوسياسي شخصيتونو برخه اخيستې وه.
د ختيځ زون خيريه تعليمي مرکز بنسټګر او دولسي جرګې غړي انجيرعبدالغفار قايل وويل: دمرکز له جوړېدو يې موخه بې وزله او غريبو ځوانانو ته په وړيا توګه د زده کړو زمينې برابرول دي.
قايل وويل: په روزنيزه اداره کې يې د کانکور اماده ګۍ، ساينسي مضامينو، نړيوالو ژبو او دقران کريم دتفسير زده کړې سهولتونه برابر کړي، چې په وړاندې کېدو سره به يې د دې ولايت په پوهنيز بهير کې دپام وړ ښه والی راشي .
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو استازي ډاکټرعصمت الله شينواري، داجرائيه رياست سلاکارعبدالظاهر سالنګي او د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني د دې مرکز په پرانستل کېدو خوښي وښوده او د ښار سربېره يې نورو سيمو ته د دا ډول علمي مرکزونو دغځولو غوښتنه وکړه.
د ولايت پخواني مرستيال محمدحنيف ګرديوال له علمي ادارو وغوښتل چې د پوهنيز بهيرکيفيت پخواني پوړ ته ورسوي او دکميت پرځای يې کميت ته ډېره پاملرنه وکړي.
قومي مشر سيد عزيز زهير،مدني فعال عبدالرحمان معاون او ښوونکي تاج الدين چپاو د ختيځ زون خيريه تعليمي ادارې له مسؤلينو مننه وکړه،چې د زون په کچه يې بې وزله او غريبو زده کوونکو ته په وړيا توګه دزده کړو زمينه برابره کړه.
پاتې دې نه وي ،چې دې تعليمي ادارې ته ټول هغه بې وزله نجونې او ځوانان چې د بې وزلۍ له امله ترې زده کړې نيمګړې پاتې دي ور تللی شي او خپلې زده کړې پکې په وړيا ډول ترسره کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *