شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / په جنوبي وزيرستان کې عملياتو سره دوه سوه کورنيو کډې کړي

په جنوبي وزيرستان کې عملياتو سره دوه سوه کورنيو کډې کړي

دپاکستان امنيتي ځواکونو د جنوبي وزيرستان شکتوئي سيمه کې عمليات شروع کړي چې له امله يې دوه سوه نه زياتو کورنيو کډې کړي دي. ځايي خلک وايي جنوبي وزيرستان کې د خلاصون لار عمليات په دوه زره نهه کال کې هم شروع شوي وو، چې هغه وخت هم زياتو خلکو د دې سيمې نه کډې کړې وې، مګر امنيتي ځواکونه وايي هغه وخت ياده سيمه نه وه پاکه شوې، نو ځکه اوس بيا دغلته بوځي عمليات پيل شوي دي.

ديادولو ده چې وړاندې د خلاصون لار په عملیاتو کې تر يونيم لکو زياتې کورنۍ کډه شوې وې، چې اوس یې اکثره بېره په ځای شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: