د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دې ولایت کې یې د یوې خونړی چاودنې مخنیوی کړی دی.
د ننګرها رولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د مرکز جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د سپینې ماڼۍ هوټل ته څېرمه د جومات په محراب کې ځای پر ځای شوي د هاوان دوه مرمۍ د ملي امنیت منسوبینو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شوې .
خبرپاڼه زیاتوي، چې تروریستانو غوښتل،چې یادو مرمیو ته په چاودنې ورکولو سره لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واړوي،خو د ملي امنیت منسوبینو له لورې یې د شومې کړنې مخنیوی وشو.
د ننګر ولایت مقام وایي، په همدې حال کې د ترویستانو له لورې د روداتو ولسوالۍ د کوچیانو په دوه سړکې سیمه کې کېښودل شوی ریموټ کنټرول ماین هم د ملي امنیت منسوبنیو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شو.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.