د خوست امنیتي چارواکي وایي، ددې ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په مهال لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست امنیې قومندان مل پاسوال فیض الله غیرت د یوې خبرې ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل، چې یاد عملیات د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنې خېلو سیمې اړوند په څوۍ، سپین کوڼ او پلوڅو سیمو کې ترسره شوي.
د غیرت په وینا، په دې عملیاتو کې د ۳ مهمو قومندانانو او ۱۲ سرګروپانو په ګډون ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي او ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.
نوموړی وایي، په عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د دوی د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
غیرت زياتوي، دا عملیات په خوست کې د ځایي ولایتي قوې یا کمپاین له لوري ترسره شوي، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
په ورته وخت کې خوست امنیې قومندان فیض الله غیرت دا هم وایي، چې په تېره اونۍ کې هم د خوست اړوند د نري کنډو په سیمه کې د ګډو ځواکونو له خوا عملیات ترسره شوي وو، چې د دولت ۴۰ تنو وسله والو مخالفینو ته په کې مرګه ژوبله اوښتې وه.
په دې اړه د وسله والو کومې ډلې څه نه دي ويلي.